ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، دغه تاریخی خطي مصحف حیرانونکی تذهیب او ښکال او په مشک او زعفران سره ئې کتابت شوی دی.
د قدس شریف د اسلامی اوقافو د ادارې د خطي نسخو د احیا او ساتلو د مرکز مشر سمر زکي نمر په یوې مرکې کې ددغه ارزښتمن تاریخي مصحف جزیات او له مراکشه قدس شریف ته ئې د وړلو څرنګوالی بیان کړی دی.
دهغه په ویناد ؛ربعه مغربی ؛ کیسه ۷۴۵قمری کال ته ورګرځي . دغه مصحف د قرآن کریم هغه نسخه ده چې د مراکش د وخت پاچا سلطان علی ابولحسن المریني دا پخپل لاس سره کتابت کړې او الاقصی جومات ته ئې ډالې کړې ده . هغه دغه راز ووئيل، ددغه مصحف(ربعه ) نامه د هغه له ساتونکي جعبې یا ډبي څخه اخستل شوې ده . دغه مربع شکله ډبی د آبنوس لرګي څخه جوړ شوی او له رینګي نقرې سره ښکلی شوی دی او په څو برخو کې ویشل کیږي . د قرآن کریم دیرش سپارې ددغې جعبې یا لوي ډبي په مختلفو برخو کې ساتل کیږي.
د سمر نمر په وینا، ددتاریخي مصحف هره یوه صفحه ۵سطره ده او د قرآن کریم آیتونه مبارک په مشک اوزعفران سره کتابت شوي دي . دغه نسخه همداراز په هندسي نقوشو او او په زرینو ګلانو او بوټو سره ښکلي کړئ شوې ده.
د خطي نسخو د ساتنې او احیا دمرکز د ادارې مشر په الاقصی جومات کې موجود قرآن د هغه ډول له پنځو یو مصحف دی چې د مراکش د وخت پاچا سلطان علی ابوالحسن هغه پخپل لاس کتابت کړی او جلد ئې هم د طبیعي څرمنې دی.